
جرگه راډیو یوه خپلواکه، مسلکي او ټولنې ته ژمنه رسنۍ ده، چې د دقیقو، باوري او متوازنو معلوماتو د خپرولو ترڅنګ د پوهاوي، زده کړو، فرهنګ، ټولنیز پرمختګ او ولسي مشارکت د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي.
جرګه راډیو د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې هڅه کوي چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته داسې خپرونې وړاندې کړي چې د خلکو اړتیاوې او غوښتنې منعکسې کړي.
د خبرونو، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، ښوونیزو، روغتیايي، ورزشي او تفریحي خپرونو له لارې د خپلو اورېدونکو د معلوماتو او پوهاوي کچې لوړولو ته ژمنه ده.
جرګه راډیو د ولس او مسؤلو ادارو ترمنځ د یوه اغېزمن پُل په توګه کار کوي، د خلکو ستونزې او غږ تر اړوندو ادارو رسوي او د رغنده بحثونو او سالمو نظریاتو د تبادلې لپاره زمینه برابروي. جرگه راډیو په 2026/04/Feb خپل نشرات د جرگو او مرکو ولایت پکتیا کې پیل کړل.
باید یاده کړو، چې جرگه خپلواکه، ناپیلي او بې طرفه رسنۍ ده، چې هېڅ نهاد پورې اړه نه لري.
موږ باور لرو چې رسنۍ د ټولنې د مثبت بدلون، سولې، ملي یووالي او پرمختګ لپاره مهم رول لري. له همدې امله جرگه راډیو د مسلکي ژورنالیزم اصولو ته په ژمنتیا سره هڅه کوي چې د خپلو اورېدونکو باور ترلاسه او وساتي.